جان کري وایي، د اکراین د بحران د پای ته رسیدو لپاره به خبرې دوام وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وایي، د اکراین د بحران د پای ته رسیدو لپاره به خبرې دوام وکړي.

کري د چهارشنبې په ورځ په پاریس کې دا خبره وروسته تردې وکړه، چې د اکراین په اړه د روسیې، بریتانیا، فرانسې او اکراین د بهرنیو چارو وزیرانو خبرې وکړې:

"موږ موافقه وکړه چې په راتلونکو وروځو کې به له روسیې او اکراینیانو سره په دې اړه چې په څه ډول د وضعیت له عادي کولو، د ثبات له ټینګښت او له دغه بحران څخه د وتلو په برخه کې مرسته کولای شو، جدي خبرې مخ ته یوسو.

دا هغه هدفونه دي چې دلته د روسیې، امریکا، اروپایي هیوادونو اواکراینیانو ترمنځ مطرح شول.

ټولو خواو نن په دې موافقه وکړه چې دا مهه ده چې دغه مسایل د خبرو له لارې هوارشي."


په پاریس کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د اکراین د بهرنیو چارو له وزیر سره له مخامخ خبرو ډډه وکړه.