د عامې روغتیا وزارت: د تیرو کلونو په پرتله اوس د زیږون پرمهال د میندو د مړینې اندازه کمه شوې

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، چې د تیرو کلونو په پرتله اوس د زیږون پرمهال د میندو د مړینې اندازه کمه شوې ده.

د دې وزارت د روغتیایي خدماتو مرستیالې ناجیې طارق نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دې وزارت لخوا د یوې سروې له مخې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه په افغانستان کې د زیږون پر مهال مري.

خو هغه وایي چې په دوه زره لسم میلادي کال کې دا شمیره ډیره لوړه وه.

ناجیه طارق وایي په ۲۰۱۰ م کال کې په هرو پنځوس دقیقو کې به یوه ښځه د زیږون پر مهال مړې کیدله.