د روسیې د مرکزي بانک چارواکو نن وویل، چې د مارچ په دریمه نیټه یې د(ربل) د ارزښت د ثابت ساتلو لپاره د یولس اعشاریه درې میلیارده ډالرو په ارزښت بهرني اسعار خرڅ کړي وو.
په اوکرایین کې د وضعیت له خرابیدو سره سم د مارچ په دریمه نیټه د روسیې پيسه (ربل) په شدت را ولویده.
د بانکي او مالي چارو کارپوهانو مخکې داسې ګومان نه وو کړی، چې د (ربل) د ارزښت د خوندي ساتلو لپاره به د روسیې مرکزي بانک داسې بې سارې مداخلې ته مجبور شي.
د روسیې مرکزي بانک په ۲۰۰۸ (م) کال کې چې مالي بحران اوج ته رسیدلی وو د خپلې پیسې د ارزښت ساتلو لپاره اوه پينځوس ملیارده ډالر مات کړي وو.
سره له دې چې په اوکرایین کې د روان وضعیت په خاطر په مارکیټونو کې اسهام را لویدلي خو بیا هم رپوټونه وايي چې ربل نن د ایرو او ډالر په مقابل کې ثابت پاتې شوی دی.