محسیني: د ولایتي شوراګانو د ۴۰۰ هغو کاندیدانو د تحصیلي اسنادو څیړل پیل شوي چې شک پرې کیږي

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ولایتي شوراګانو د څلور سوو هغو کاندیدانو د تحصیلي اسنادو څیړل پیل کړل چې شک کیږي جعلي دي.

د دې کمیسیون ویاند نادرمحسیني نن په یوه خبري غونډه کې وویل، چې دغه لست دوی ته د پوهنې وزارت ورکړی دی.

نادر محسني وایي، چې د پوهنې وزارت په دې لیږل شوي لست که د ولایتي شوراګانو نهه سوه کاندیدان شامل دي.

د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه تیره ورځ په رسمي توګه پیل شول.