د انټرنیټ له لارې د۶ولایتونو ښاروالۍ له کابل سره ونښلول شوې

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي، د شپږو ولایتونو ښاروالۍ یي د انټرنیټ له لارې له مرکز کابل سره وصل کړي.

د دې ادارې چارواکي وایي، په انټرنیټي او الکترونیکي سیسټم د ښاروالیو سمبالول او د مرکز سره یې نښلول د امریکا د نړېوالې پراختیایي ادارې په مالي مرسته ترسره کړي دي.

په ورته وخت کې سیمه ییزو ارګانونو د ښاروالیو لوی ریس هیله ښيي تر راتلونکو پنځه کلونو به د هېواد ټولې ښاروالۍ په الکترونیکي سیسټم کې شاملې کړي.

نور حال د یوسف خان ځدراڼ په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

د انټرنیټ له لارې د۶ولایتونو ښاروالۍ له کابل سره ونښلول شوې