روسیه: د یانو کوویچ په رسمي غوښتنه مو اوکرین ته خپل پوځیان لېږلي

روسیه وايي، د اوکراین لرې کړای شوي ولسمشر ویکټور یانوکوویچ په رسمي توګه له مسکو څخه غوښتنه کړې چې؛ اوکراین ته روسي ځواکونه واستوي؛ څو په دې هیواد کې نظم او قانون بېرته اعاده کړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویتالي چورکین دا اعلان د دوشنبې په ورځ د امنیت د شورا په بیړنۍ غونډه کې وکړ.

ویتالي چورکین وویل، یانوکوویچ چې روسیې ته تښتیدلې دی؛ د شنبې په ورځ یې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ته دا غوښتنه په یو لیک کې استولې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا او بریتانیا سفیرانو د امنیت شورا غونډې ته ویلي چې؛ روسي ځواکونه په یوه پوچه پلمه اوکراین ته ورغلي دي.

دا په تیرو څلورو ورځو کې د اوکراین په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا درېیمه بیړنۍ غونډه ده چې؛ جوړیږي. ویل کیږي چې د دې غونډې د جوړېدو غوښتنه روسیې په داسې حال کې کړې چې؛ د امریکا د متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې له خوا د بندیزونو له ګواښ سره مخ ده.