روسي ځواکونو په تور سمندرګي کې اوکرایني پوځ ته د ضرب الاجل ټاکلو راپور رد کړل

په تور سمندرګي کې میشت د روسیې پوځي ځواکونو رد کړې چې؛ ګوندې که د سه شنبې تر سهاره پورې دغلته میشت یواکرایني پوځ تسلیم نه شي؛ دوی پرې د یرغل پلان لري.

د اوکراین د دفاع وزارت ویاند مخکې ویلي وو؛ چې په تور سمندرګي د روسیې د پوځي اډې قومندان الکساندر ویټکو په کریمیا کې پرتو اوکرایني ځواکونو ته خبرداری ورکړی چې؛ یا دې د اوکراین په وخت د سهار تر پنځو بجو پورې تسلیم شي او یا دې برید ته تیار اوسي.

خو انټر فاکس خبري اژانس په تور سمندرګي کې د روسیې د پوځي اډې د ویاند له خولې ویلي دي چې؛ د اوکراین د پوځ له خوا دا ادعا چې ګوندې ضرب الاجل مو ورته ټاکلی په بشپړه توګه بې معنی ادعا ده.

بل خوا د روسیې د دوما یا پارلمان مشر سرګي ناریشکین روسیې تلویزون ته ویلي؛ د وسله والو ځواکونو څخه به یوازې د اړتیا په صورت کې کار واخیستل شي او دا مهال ورته اړتیا نه شته.