افغانستان د کرکت په نړیوالې شورا کې غړیتوب ته لاره پیدا کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله دیش پر وړاندې د افغان لوبډلې بریا یوه ستره لاسته راوړنه بولي او وایي، چې افغانستان اوس د کرکت په نړیوالې شورا کې غړیتوب ته لاره پیدا کړه.

د کرکټ بورډ رییس شهزاده مسعود نن په یوه کنفرانس کې وویل؛ چې دوی د لا نورو لاسته راوړنو لپاره هڅې کوي:

"په کوم موقعیت کې چې اوس د افغانستان د کرکټ لوبډله ده؛ د بنګله دیش لوبډله په ۱۹۷۷ کې په همدې موقف کې وه. خو زموږ لوبډله کوښښ کوي چې؛ په راتلونکو دوو لوبو کې هم بریاوې تر لاسه کړي."

افغانستان پرون بنګله دیشت ته د ۳۲ منډو په توپير ماته ورکړه.

د آسیا د کرکټ جام سیالیو په اړ کې ټاکل شوې ده افغانستان سبا ته له سریلانکا او د چهارشنبې په ورځ له هند سره لوبي وکړي.