د ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته د کاندیدانو د تعلیمي اسنادو څیړل پيل شوي

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون نن د ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته د نوي کاندیدانو د تعلیمي اسنادو څیړنه پيل کړل.

د دې کمیسیون ویاند نادر محسني یوې خبري غونډي ته وویل؛ که چېرې ثابته شي چې، د کوم کاندید اسناد جعلي دي نو د کاندیداتوری له لسته به لري شي.

ښاغلي محسني زیاته کړه، چې د دوي د معلوماتو له مخې د ولایتي شوراګانو څه باندې څلور سوه کاندیدان جعلي تعلیمي اسناد لري او دوی به یې په اړه خپلې څيړنې جاري وساتي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې د افغانستان د ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته څه باندې دوه نیم زره کسانو ځانونه کاندید کړي.