راپورونه وايي چې، په یو شمېر یونیفورم لرونکي وسله وال کسان د اوکراین په کریمیا کې هوايي ډګر ته ننوتي دي.
د انټرفاکس - اوکراین خبري اژانس وايي؛ په سیمه ییز وخت نیمه شپه د پنځوسو په شا او خوا کې وسله وال کسان په لاریو کې راغلل او هوايي ډګر یې ونیوه.
د فرانسې خبري اژانس وروسته راپور ورکړ چې؛ هوايي ډګر په نورمال توګه فعالیت کوي؛ خو یو شمېر یونیفورم لرونکي وسله وال کسان په کې دي.
د هوايي ډګر پېښه یوه ورځ وروسته له هغې رامنځ ته کیږي چې؛ وسله والو کسانو د کریمیا پارلمان او د سیمه ییز حکومت ودانۍ ونیولې.
په عین حال کې ټاکل شوې ده چې؛ ویکټور یانوکویچ به وروسته له هغې چې له ولسمشرۍ لرې کړی شو؛ نن خپل لومړني خبري کانفرانس ورکړي.
روسیې رسنیو راپور ورکړی دی چې؛ یناکویچ به د افغانستان په وخت مازیګر مهال د روسیې په جنوب ښار روستوو ان ډان کې خبرې وکړي.
د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې یانوکویچ ویلي؛ ده له روسیې غوښتي چې له افراطیانو څخه دده شخصي خوندیتوب وساتي. نوموړی همدارنګه ویلي د اوکراین د پارلمان ورستۍ پریکړې غیر قانوني دي.