سلطانزوی: د سیمې هېوادونه دې په افغانستان کې نور رقابتي جنګونه بس کړي

د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند داوود سلطان زوی د خپل کمپایني پروګرامونو په لړ کې د پنجشنبې په ورځ د تورخم سرحدي ښارګوټي ته سفر وکړ او د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې خبري کنفرانس ورکړ.

نوموړي په دې کنفرانس کې د افغانستان پر ټولو ګاونډيو هېوادونو غږ وکړ، په افغانستان کې دې خپل رقابتي جنګونه بس کړي:

"زموږ ګاونډیان پاکستان، ایران او هند دې نور په افغانستان کې رقابتي جنګونه بس کړي او کیدای شي، چې افغانستان د سیمې هېوادونو لپاره د پرمختګ سبب شي"

نوموړي د کونړ خونړۍ پيښې ته په اشارې پر پاکستان غږ وکړ، چې تیرو دیارلس کالو جنګ جګړو هیڅ پایله نه ده ورکړې او په خبره يې د افغانستان همسایه ملکونه دې د اروپايي هېوادونو په څير ګاونډيتوب غوره کړي:

"د څو کاله همدا جګړې وې، یوه لوري ته هم څه په لاس ورنغلل ګاونډیان باید خپلې اړیکې نیکې کړي، د اروپايي هېوادونو په څير یوازې سرحد معلوم وي او تګ راتګ دې عام وي، په دې برخه کې موږ ډير پروګرامونه لرو".

داوود سلطان زوی وویل، که واک ته ورسیده، په پام کې لري، چې د دولت له وسله والو مخالفینو سره هم خبرې کړي او هغوي به دې ته اړ کړي، چې له جګړې څخه لاس واخلي.

له کله نه، چې د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو د کمپاینونو لړۍ پيل شوې، چې د داود سلطان زوی ننګرهار ته لومړنۍ سفر دی، چې په دې سفر کې د نوموړي د معاوینونو سربیره په شمار یو څوتنو ساتوونکو په دوو موټرو کې ملتیا کوله.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری