کابل: په سلګونو خلکو د افغان ملي اردو په ملاتړ مظاهره وکړه

د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په دوام د ملي مشارکت ګوند سلګونو پلویانو د پنجشنبې په ورځ مظاهره وکړه.

د ملي مشارکت ګوند مشر نجیب الله کابلي په کونړ کې د ملي اردو سرتیرو وژنه پر پاکستان د خرڅ شوو ډلو کار وباله او د جوماتونو له ملا امامانو څخه یې وغوښتل، چې په دې اړه چوپ پاتې نه شي.

د افغانستان د علماوو شورا هم وایي، چې دوی تل د امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی او له دې وروسته به هم خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
په دې مظاهرې کې چې د ملي مشارکت د ګوند له خوا تنظیم شوې وه، د پاکستان پرضد او د افغان ملي اردو په ملاتړ شعارونه ورکول کیدل.

مظاهره کوونکو یو پریکړه لیک هم صادر کړی چې په کې له خلکو او د جوماتونو له ملا امامانو څخه غوښتل شوي وو، چې د ملي اردو د ځواکونو د سرښندنو قدرادانی وکړي.

د ملي مشارکت ګوند مشر نجیب الله کابلي وویل:

"د افغانستان په خلکو او د جوماتونو په ملا امامانو غږ کوم چې د جمعې ورځ په خطبو کې اجیر طالبان وغندي او محکوم یې کړي.

د جوماتونو له منبرونو خلکو ته تبلیغ وکړي چې د طالبانو لاره غلطه ده او د دوی په وړاندې ودریږي زموږ مظاهره په همدې خاطر ده چې د خپلو وسله والو ځواکونو سره همدردي او خواخوږي وښیو".


ښاغلي کابلي وویل، د کونړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو بې رحمانه وژنه د افغانانو ملي روحیه لا پیاوړي کړې ده.

تردې وړاندې هم په روانه اونۍ کې په کابل ښار او ځینو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ ورته مظاهرې شوي او د کونړ په غازي اباد کې د ملي اردو د یو ویشت سرتیرو وژنه سخته وغندل شوه.

څو میاشتې مخکې کله چې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته کې یو افغان سرتیری ووژل شو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ او د پاکستان پر ضد په ورته توګه غونډې او پراخې مظاهرې وشوې.

په همدې حال کې د افغانستان د علماوو شورا غړي مولوي شفیع الله نورستاني پدې اړه ازادی راډیو ته وویل دوی ملي اردو ته په ښه سترګه ګوري او تل یې ددوی په اړه خپل نیک نظر څرګند کړی دی.

سره له دې چې وسله والو طالبانوپه کونړکې د ملي اردو د یوویشت سرتیرو د وژنې مسوولیت منلی خو افغان حکومت وایی چې دا حمله له افغانستان څخه بهرپه پاکستان کې پلان شوې وه.

دغه راز عام افغانان هم تر ډیره په دې باور دي چې د کونړ په غازي اباد کې د دې حملې تر شاه د سیمې ځینو استخباراتي کړیو لاس درلود.