فیضي: حامد کرزی ترجیح ورکوي چې ورور يي په انتخاباتو کې پاته نه شي

د ارګ چارواکو دا ومنله چې؛ ولسمشرکرزی ترجیح ورکوي چې ورور یي عبدالقیوم کرزی په انتخاباتو کې کاندید پاته نه شي.

دا خبره د جمهور ریس ویاند ایمل فیضي ازادۍ راډیو ته په مرکه کې کړې. نوموړي د دې کار دلیل په انتخاباتو کې د احتمالي بې باوریو مخنیوی وباله.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې؛ په دې وروستیو کې یو شمېر قومي مشرانو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دوو کاندیدانو د ایتلاف په تړاو له ولسمشرکرزي سره لیدلي او د ځینو نورو کاندیدانو انتقادونه یي راپورته کړي دي.

د ارګ چارواکي وایي، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشرحامد کرزي سره د ځینو کاندیدانو او قومي مشرانو لیدنې د ولسمشر د بلنې په اساس نه بلکې خپله د کاندیدانو او قومي مشرانو په غوښتنه شوي دي.

د ولسمشرحامد کرزي ویاند ایمل فیضي ازادۍ راډیو ته دا تایید کړه، چې ځینو کاندیدانو له ولسمشر سره لیدنې درلودې.

نوموړي همدا راز وویل، چې یوې اتیا کسیزې جرګې چې غوښتل، یې د جمهوري ریاست له دوو کاندیدانو قیوم کرزي او زلمي رسوله یو بل ته تیر کړي،هم له ولسمشرسره لیدلي دي.

ښاغلي فیضي په ډاګه کړه چې؛ ولسمشرهیڅ کله هم دا خبره نه ده کړې چې څوک دې چاته تیر شي، خو دا یې ومنله چې ولسمشرپه انتخاباتو کې د بې باوریو د مخنیوي لپاره ترجیحا نه غواړي ورور یي عبدالقیوم کرزی په انتخاباتو کې پاته شي:

"د قیوم خان کرزي په هکله جمهور ریس حامد کرزي وویل چې؛ که دی په انتخاباتو کې کاندید وي او بیا په انتخاباتو کې بهرنیان مداخله وکړي او بیا وروسته دا انتقادونه حکومت او ولسمشر ته راجع شي چې ګواکې د ده ورور په انتخاباتو کې کاندید وو، نو په همدې خاطر ده مداخله او تقلب کړی دی.

نو ولسمشرغواړي دغه زمینه د بې باورۍ او تقلب بهرنیانو ته مساعده نه شي په همدې خاطر ولسمشر ترجیحا د دې طرفداره نه دی چې ورور یې په انتخاباتو کې ګډون وکړي."


ښاغلي فیضي وویل، چې ولسمشر له قومي مشرانو او ځینو کاندیدانو سره په لیدنو کې په بشپړه توګه خپله بې طرفي ساتلې ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې له ولسمشرکرزي سره د دغو وروستیو لیدنو په اړه د نورو کاندیدانو له خوا انتقادونه شوي او دا په یو ډول په انتخاباتو کې د حکومت مداخله بولي.

وړاندې د جمهوري ریاست یوه کاندید هدایت امین ارسلا همدې ټکي ته په اشارې ویلي و، داسې هڅې روانې دي چې د افغانستان جمهوري ریاست د یوې کورنۍ یا طایفې پورې مربوط شي.

بل خوا د افغانستان د ولسمشرې کاندید عبداله عبداله دوهم مرستیال هم چې نن یي په کابل کې خلکو ته وینا کوله ولسمشرکرزی د انتخاباتو په چارو کې په مداخلې تورن کړ.

حاجي محمد محقق د پنجشنبې په ورځ په کابل کې وویل، چې افغان حکومت باید د دوی په وینا مداخلې څخه لاس واخلي:

"ولسمشر په وار وار موږ ته وویل، چې په انتخاباتو کې بې طرفه یم او مداخله نه کوم، خو په دې ورځو کې د جمهوري ریاست ماڼۍ د څو هغو ځانګړو کاندیدانو ترمنځ د جوړ جاړې یوه وسیله ګرځیدلې، چې د ارګ په ډله کې ورګډ دي.

حکومت باید د دغسي مداخلو څخه لاس واخلي."


دا ادعاوې داسې مهال کېږي چې ولسمشرکرزي په پرله پسې ډول په خپلو ویناوو کې په انتخاباتو کې پرخپلې بې طرفۍ ټینګار کړی دی او وایي، نورو چارواکو ته به هم اجازه ورنه کړي چې په دې بهیر کې لاس وهنه وکړي.

څه موده وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو شمېر منسوبین په انتخاباتي چارو کې د مداخلې په تور له خپلو دندو ګوښه کړل.