په کوټه کې د مذهبي ازادۍ او د اقليتونو د حقونو په اړه سېمينار شوى، د اقليتونو استازيو ويلي، چې په پاکستان کې يې ژوند تر پخوا ډېر ناخوندي او کاروبارونه يې تباه دي.
په سېمينار کې سياستوالو او قانونپوهانو ويلي، چې د دې هېواد د ناسمو بهرنيو تګ لارو له امله په دې هېواد کې مذهبي تفرقو د اقليتونو ژوند له خطر سره مخامخ کړى دى.
د چارشنبې په ورځ د پاکستان د جنوبي اسيا د همکارۍ سازمان د مذهبي ازادۍ او د مذهبي اقليتونو د حقونو په اړه يو ورځنى سېمينار جوړ کړى وو، چې ګڼ شمېر هندوانو، سيکانو او عيسويانو ګډون پکې کړى وو. په سېمينار کې سياستوالو، قانونپوهانو او د اقليتونو مشرانو خبرې وکړې.
د مذهبي اقليتونو استازيو وويل، پخوا يې ژوند ډېر خوندي وو، کاروبارونو ته يې خطر نه وو، په ازادۍ سره يې خپل مذهبي مراسم تر سره کولاى شواى، خو په پاکستان کې وروستيو ناامنيو د دوى ژوند هم له خطر سره مخامخ کړى دى.
د هندوانو او سيکانو د اقليتونو يوه مشر سردار جزبيت سينګ وويل، د مالوم تاريخ له مخې له ١٩٠٠م کاله راهيسې دوى په کوټه کې د عامو خلکو غوندې ژوند کاوه، خو نن سبا ورسره د پاکستان د اساسي قانون په خلاف چلند کېږي:
"نن سبا زموږ د مذهبي اقليتونو خلک ډېر اندېښمن دي، زموږ د هندوانو، سيکانو او عيسويانو قانوني حقونه غاصبانو غصب کړي دي، عبادتخانې او نور جايدادونه مو قبضه کړاى شوي دي، خلک مو په هدفي پېښو کې وژل کېږي، د پيسو لپاره تښتول کېږي او نورې ډېرې پېچلې ستونځې لري"
د پاکستان په سنا يا مشرانو جرګه کې د پښتونخوا ګوند استازي سناتور عبدالروف لالا وويل، چې په پښتونخوا، بلوچستان او افغانستان کې له پېړيو راهيسې د نورو مذاهبو خلک په امن کې اوسېدل، خو په پاکستان کې د پوځي واکمنو خصوصاً د ضياوالحق مذهبي تګلارې په پاکستان او افغانستان کې مذهبي افراطيت دومره زيات کړ، چې د خلکو تر منځ د مذهبي ازادۍ تصور له منځه لاړ:
"دا د بېلابېلو مذاهبو خلک عيسايان، هندوان، سيکان او آتش پرستان چې دلته اوسېږي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند دوى د دې وطن بچېان ګڼي، دا نن سبا چې خلک د پيسو لپاره تښتول کېږي، د خلکو سرونه پرې کېږي، دا نن يو خاص قوت په دې سيمه کې دا اعمال تر سره کوي، دا کارونه د افغان- پښتون د خپل اصلي شکل او عنعناتو د خرابولو لپاره کېږي او همدا زموږ د وطن خلک که عيسايان دي، که هندوان دي، چې ټول خلک افغان ملت په وينه کې دى، په اور کې دى، دوى د دې برخه دي، خامخا به دوى هم ورسره متاثره کېږي"
په بلوچستان کې د تحريک انصاف ګوند د ښځو د څانګې مشره سکينه عبدالله خان وايي، له مذهبي اقليتونو سره په پاکستان کې اوسنى چلند او د دوى زيانمن شوى ژوند هم له ترهګرۍ بېل نه شو بللاى، سکينه تور لګوي، چې په پاکستان کې د مذهبي نفرتونو اور ته بهرني لاسونه لمن وهي. سکينه عبدالله خان وايي، د پاکستان تعليمي نصاب هم مذهبي منافرتونه خپاره کړي دي:
"زموږ نصاب غلط دى، بايد يو سم اسلامي قرآني نصاب جوړ شي او هغه په شخصي او حکومتي ښوونځيو کې ور وښوول شي، نه داسې افراطي نصاب چې خلک مذهبي نفرتونو ته وپاروي، موږ خپلو کوچنيانو ته د اسلامي تاريخ ناسم تاريخ وايو، نن سبا تروريزم يو ډول ناسور جوړ شوى دى، مخکې به د خلکو تر منځ مينه او يووالى وو، په سيمه کې به خلک د يوه کور د انسانانو غوندې سره اوسېدل"
سېمينار ته د بلوچستان د تېر لنډمهالي حکومت پخواني اعلى وزير نواب غوث بخش باروزي پخپله وينا کې وويل، په پاکستان کې تر نورو مذاهبو زيات د مسلمانانو تر منځ فرقه ييز تاوتريخوالى او کرکه زيات شوي دي:
"زه فکر کوم زموږ د مسلمانانو په منځ کې مذهبي منافرت شته، خو له عيسويانو او د نورو مذاهبو له خلکو سره دومره زيات نه دى، موږ تر خپل منځ چې څومره سره جنګېږي، د شيعه او سني جګړه چې څومره زياته ده، د مسلمانانو او هندوانو او د مسلمانانو او سيکانو تر منځ هيڅ ستونځه نه شته"
په تېرو څو کلونو کې د پاکستان په څلورو واړو ايالتونو کې د ترهګرۍ پېښو لږکي هم اغېزمن کړل، يو کال وړاندې په لاهور ښار کې مقدساتو ته د سپکاوي په تور د عيسويانو ١٨٠ کورونه و سوځول شو، د تېر کال په سپتمبر کې په پېښور کې پر کليسا ځانوژونکي بريد اتيا تنه و وژل، همدارنګه په سيند ايالت کې ګڼ شمېر هندوې نجونې مجبوره کړاى شوې، چې اسلام قبول کړي او له مسلمانو ځوانانو سره ودونه وکړي او په بلوچستان کې د هندوانو يو مذهبي مشر او څو هندو تجاران و تښتول شول، چې له امله يې تر سلو زياتې هندو کورنۍ هند ته کډه شوې او بيا بيرته را ستنې نه شوې.
رپوټ: بارکوال مياخېل، کوټه