د امریکا د استیناف یوې محکمې یوټیوب ته امر کړی چې د مسلمانانو ضد هغه فلم لیرې کړي چې په اسلامي نړۍ کې یې تاوتریخوالی راپارولی و.
د سانفرانسیسکو محکمې د یوټیوب پر ضد د امریکایۍ هنرمندې کیندي لي ګارسیا حقوقي دعوا تایید کړه، چې ویلي یې دي دا د بې ګناه مسلمانانو په نوم فلم کې د رول لوبولو لپاره غولول شوې وه.
ګارسیا چې د دغه فلم په خاطر ورته د مرګ ګواښونه شوي، وویل، دا نه پوهیده چې دا د مسلمانانو ضد فلم دی.
د دغه فلم خپریدا په اسلامۍ نړۍ کې خونړي اعتراضونه راپارولي و.
یوټیوب هغه وخت له خپلې صفحې څخه د دغه فلم د لیرې کیدو لپاره د امریکا د ولسمشر بارک اوباما او د نړۍ د یو شمېر نورو مشرانو غوښتنې رد کړې وې.
ګوګل چې د یوټیوب مالک دی، د دغه فلم صحنې یې لیرې کړي خو ویلې یې دي چې د محکمې دغه فیصله به بلې محکمې ته وړاندې کړي.