ارزګان: د ترینکوټ په یوه هوټل کې یوې چاودنې اته تنه وژلي دي

په ارزګان کې په یوې چاودنه کې لږترلږه اته تنه وژل شوي او لسګونو نور ټپیان شوي دي.

د دې ولایت چارواکو ازادي راډیو ته وویل چې؛ چاودنه تېرماښام ناوخته په ترینکوټ کې په یوه هوټل کې وشوه.

د ارزګان والي حاجي امیر محمد اخوند زاده ازادي راډیو ته وویل؛ په چاودنه کی د هوټل ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلې او لسګونو کسان یې ترخاورې لاندې شوي. هغه وویل، پولیسو اته مړي او ۳۸ ټپیان له خاورو را ایستلي چې؛ ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

د ترینکوټ د روغتون چارواکو ویلي چې؛ ۹ مړي یې ترلاسه کړي او د څلورو ټپیانو روغتیایي وضعیت یې هم خطرناک بللی دی.

چارواکو دغه راز ویلي چې، ممکن دا یوه ځان وژونکې حمله وي.

تراوسه پورې چا د دغې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.