هاشمي: جنایي پیښې په کابل کې زیاتې دي، خو د نفوس په پرتله اوس هم لږ دي

د حقیقت څه دی، په دې پروګرام کې مو د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو له مشر سید ګل اغا هاشمي سره د جنایي او امنیتي پیښو د زیاتیدو په عواملو خبرې کړي.

ښاغلی هاشمي وایي، سره له دې چې جنایي پیښې په کابل کې زیاتې دي، خو د نفوس په پرتله اوس هم لږ دي او علت یې دادی چې پولیس یې په وړاندې مبارزه کوي.

نوموړی تاییدوي چې د یوشمیر جنایتکارانو ملاتړ د ځینو حکومتي کسانو له خوا کیږي خو وایي دوی تراوسه داسې فشارونه ته نه دي تسلیم شوي.

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟