د لیبیا په بنغازي کې د اوو مصري عسیویانو مړي موندل شوي دي

د لیبیا یو امنیتي چارواکي ویلي دي؛ د اوو مصري عیسویانو مړي د بنغازي ښار ته نژدې موندل شوي چې په ډزو وژل شوي دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې؛ د دې کسانو په وژنه کې به د چا لاس وي.

د جنوري په میاشت کې هم وسله والو کسانو پنځه مصریان چې؛ په طرابلس کې یې د مصر په سفارت کې کار کوه وتښتول او د څه مودې لپاره یې له ځان سره ساتلي وو.

د لبیا په ختیځ کې پروت د بنغازي ښار په دې وروستیو کې پر امنیتي ځواکونو او نورو خلکو د څو بریدونو شاهد وو.

ددې تاوتریخوالي مسول هغه وسلوال یاغیان بلل کیږي چې؛ د ۲۰۱۱م کال په پاڅون کې یې د معمر قذافي رژیم نسکور کړ.