نور: انتخاباتو ته د خلکو نوم لیکنه په بیړه روانه ده

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، تر اوسه په ټول هېواد کې شاوخوا درې میلیونو او پنځه لکو نارینه او ښځو د رایو ورکولو کارټونه اخیستي دي.

د دې کمیسیون ویاند نور محمد نور د یکشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، راتلونکو انتخاباتو ته د خلکو د نوم لیکنې لړۍ په بیړه سره پرمخ ځي او له کومې امنیتي پیښې سره مخ نه ده.

له دې څرګندونو سره سره د کابل ښارپه اتمه ناحیه د نومونو لیکنې د یوه مرکز مخې ته په لسګونو راټولو شویو کسانو ازادۍ رادیو ته وویل،
د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله نه شي کولای چې په اسانی سره کارټونه ترلاسه کړي.

دوی هیله کوي چې؛ دا مرکزونه دې زیات شي.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

نور: انتخاباتو ته د خلکو د نوم لیکنې لړۍ په بیړه سره پرمخ ځي