د عراق په بېلابېلو برخو کې تېره ورځ په بمي حملو او نښتو کې د لږترلږه شپاړلس کسان وژل شوي دي.
د عراقي چارواکو په وینا ترټولو خونړۍ حمله شمالي بېجي Baiji ښار ته نژدې وشوه چې؛ وسله والو د پولیسو پر یو کتار برید وکړ او درې پولیس او څلور بندیان یې ووژل.
د بغداد په ختیځ کې په صدر سیمه کې یوې موټربم چاودنې لږترلږه پنځه کسان ووژل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړل.
پولیس همداراز وايي، د بغداد د شمال په وزیریه Waziriyah سیمه کې هم په یو موټرسیکل کې د ځای پرځای شوي بم چاودنې لږترلږه درې ملکیان ووژل او دولس نور یې ټپیان کړل.
چارواکي همداراز خبر ورکوي چې وسله والو طارمیې Tarmiyah ښار ته نژدې د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ؛ یو پولیس یې وواژه او درې نور یې ټپیان کړل.