د اوکراین پارلمان د پخوانۍ صدراعظمې د خوشې کېدو لایحه تصویب کړه

د اوکراین د پارلمان غړو نن هغه لایحه په قاطع اکثریت تصویب کړه چې؛ له مخې یې پخوانۍ صدراعظمه یولیا تیموشینکه له زندانه خوشې کیږي.

وروسته له هغې چې په کییف کې د اوکراین پارلمان ۳۲۲ غړو د تیموشینکو د خوشې کولو لپاره مثبتې رایې ورکړې؛ کیدای شي، نوموړې په هر ممکن وخت کې راخوشې کیدای شي.

له دې مخکې د پارلمان غړو د تیموشینکه د ګوند متحد ارسین اواکوف د کورنیو چارو وزیر وټاکه او الکساندرتورچینوف یې د پارلمان د نوي رییس په توګه انتخاب کړل.

پارلمان همداراز د لوي څارنوال ویکتو پشونکا د واکونو د اخیستو په سر رایه ورکړه.

د اوکراین د اپوزیسیون مشر ویتالي کلچکو نن وویل چې؛ د دغه هیواد پارلمان باید ولسمشر ویکتوریانکوویچ له واکه لرې کړي او د مې له پنځه ویشتمې مخکې د جمهوري ریاست انتخاباتو د ترسره کیدو لار هواره کړي.

کلچکو په پارلمان کې خبرې وکړې او ویې ویل چې؛ یانوکوویچ مرکز پریښی او په دې وخت کې له پارلمان پرته بل هیڅ څوک قانوني واک نه لري.

"بدبختانه چې ولسمشر یانکوویچ د خلکو غږ وانه ورید او خپلې قانوني دندې یې ترسره نه کړې او نن یې هم پلازمینه پریښوده. ددې هیواد میلیونونه اوسیدونکي په داسې یو وخت کې یواځې یو انتخاب لري چې ژر تر ژره په دې هیواد کې د جمهوري ریاست انتخابات وشي."

له بلې خوا اوکرایني رسنیو راپور ورکړی چې ولسمشر به د شنبې په ورځ د ټول اوکراین د مدني ټولنو په یوه غونډه کې برخه واخلي او کوم ښار ته چې تللی ډېر پلویان پکې لري.