ميدان وردګ ولايت

نن مو په دې خپرونه کې پر میدان وردک ولایت د بحث لپاره د دغه ولایت د والي ویندوی عطا الله لودین او د ولسي جرګې یوه غړي انجنیر شېرولي ته بلنه ورکړې ده.
دوی به د خپل ولایت د ستونزو او مسایلو په اړه ستاسو اورېدونکو پوښتنو ته ځواب ووايي نو هیله ده چې تاسو اورېدونکي، په تېره بیا د وردک ولایت اوسېدونکي به نه یوازې د ستونزو په اړه پوښتنې وکړئ بلکې د خپل ولایت د چارو د ښېګڼې لپاره به وړاندیزونه او نظرونه هم ورسره شریک کړئ.
وردک ولایت د کابل په لوېدیځ کې پروت دی. پر کابل سربېره لوګر، بامیان، غزني او پروان یې ګاونډي ولایتونه دي.
د کابل - کندهار لویه لار له همدې ولایته تېرېږي چې د افغانستان یوه تر ټولو ناامنه لار بلل کېږي.
میدان وردک ولایت څه کم لس زره کیلومتر مربع مساحت لري، نرخ، سید اباد، دای میرداد، جلریز، بهیسود، جغتو او چک یې ولسوالۍ او مرکز یې میدانښار دی.

Your browser doesn’t support HTML5

ولايت په ولايت - ميدان وردګ