د اوکراین د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، چې په کیف کې له خونړیو جګړو وروسته پولیسو ته محاربوي وسلې ورکړل شوي.
ویتالي زاخارچینکو د اوکراین پر یوه ټلویزیوني چینل وویل چې ده پولیسو ته د محاربوي وسلو د ورکولو امر لاسلیک کړ.
زاخارچینکو له افراطي ډلو غوښتنه وکړه چې خپلې وسلې وسپاري او د اپوزیسیون پر مشرانو یې غږ وکړ چې افراطي اعمال وغندي.
ده پولیس وستایل چې د ده په وینا د قهرجنو مظاهره چیانو او غلو د حملو په وړاندې یې له زغم څخه کار واخیست:
"پولیس د نظام د اجراییه څانګې یو وسله وال بنسټ دی او قانون له زور، وسلو او مهماتو د کار اخیستو اجازه ورکوي. بل هېڅ داسې دیموکراتیک هېواد نشته چې پولیس به دومره اعتدال او زغم ښودلی وي لکه د اوکراین پولیسو چې وښود."
په تېرو څو ورځو کې په کییف کې د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمینځ په نښتو کې نژدې اویا کسان وژل شوي او شاوخوا پنځه نیم سوه نور ټپیان دي.
د اوکراین د کورنیوچارو وزارت پرون وویل چې تندلارو اوه شپېته تنه پولیس هم نیولي او د یرغمل په څېر یې له ځان سره ساتلي دي.
د اوکراین د کورنیوچارو د وزارت له خوا په یوه خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې پولیس د برمته وو، د خوشې کولو لپاره له وسلې د کار اخیستو حق لري.
په همدې حال کې کاناډا پرون د اوکراین د حکومت پرهغو جګپوړو چارواکو چې د مظاهره چیانو په ځپلو کې ښکېل دي د ویزې بندیز اعلان کړ.
د کاناډا حکومت وویل، مخکې له دې چې د چارشنبې په ورځ په کییف کې خپل ډیپلوماتیک ماموریت بند کړي، هغو څو کسانو ته به چې په کیف کې یې د کاناډا په سفارت کې سیاسي پناه غوښتې ده صحي امکانات برابر کړي.
له دې مخکې اروپايي ټولنې هم پر اوکرایني چارواکو یو لړ بندیزونه اعلان کړل.
د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزیرانو پرون په بروکسل کې په یوه غونډه کې د اوکراین د حکومت د هغو وزیرانو او امنیتي چارواکو پرضد بندیزونه اعلان کړل چې د دوی په وینا لاسونه یې د خلکو په وینو سره دي.