په بغداد کې لږ تر لږه شل کسان د یوه هاوان په چاودنه کې وژل شوي

د عراق په پلازمېنه کې لږ تر لږه شل کسان د یوه هاوان په چاودنه کې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې د مصایب په نوم د بغداد په یوه ناحیه کې چې ویل کېږي اکثر اوسیدونکي یې شیعیه مسلمانان دي پرون د هاوان پنځه مرمۍ ولګېدې. معلومه نه ده چې دا حمله به چا کړې وي.

پر شیعیه ګانو چې د عراق اکثریت وګړي دي د سني افراطي دلو له خوا چې د حکومت کمزوري کول غواړي منظمې حملې کېږي.