د کورنیو چارو وزارت څه باندې ۲۰۰ منسوبین د پولیسو د روزنیز مرکزه، فارغ شول

د کورنیو چارو وزارت څه باندې دوه سوه منسوبین، د افغانستان د پولیسو د روزنیز مرکز څخه، فارغ شول.

دې افسرانو په یاد مرکز کې د مسلکي زده کړو یوه دوره سرته رسولې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې قوماندان د پنجشنبې په ورځ دغو افسرانو ته د سندونو د ورکولو پر مهال تاکید وکړ، چې د خلکو د باور ترلاسه کولو ته دې، ډیرې هڅې وکړي.

نویو فارغو شویو افسرانو دغه روزنیزه دوره ګټوره وبلله او ژمنې یي وکړې چې خپلی زده کړې به په صداقت سره پلي کړي.

د کابل د پولیسو د روزنیز مرکز مسئولینو وویل، په دغې دوه میاشتینۍ روزنیزه دوره کې"دوه سوه اته" ساتمنانو، د اساسي قانون، د جزایي اجرا اتود قانون، د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د مخنیوي په هکله معلومات حاصل او نورې مسلکي زده کړې یي هم کړي دي.

سربیره پردې، د هېواد د ملکي پوهنتونونو"دوه ویشتو فارغانو"هم په دې مرکز کې د مسلکي زده کړو، یوه څلور میاشتنی دوره بشپړه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې قوماندان معشوق سیلاب دغو افسرانو ته د سندونو د ورکولو پر مهال له ټولو وغوښتل، چې له فساده ډډه وکړي او د خلکو باور دې خپل کړي:

"که چیرې خلک په موږ اعتبار وکړي او موږ د خلکو په منځ کې ځای وموند او خلکو په خپله په هر کارکې ځان دخیل کړ، نو قطعآ کلاشینکوف او منډو ته اړتیا نه وي، خپله خلک له تاسو سره همکار وي، که پولیس په فساد ککړ وي، خلک اعتبار نه پرې کوي، هغه پولیس چې نوي غواړي دنده پیل کړي، هڅه باید وکړي چې سرله اوسه قانونمند و اوسي."

ده نویو فارغو افسرانو ته دا هم وویل، په انتخاباتو کې دې د هیڅ کاندید د ګټې یا زیان هڅه ونه کړي او تر پاېه دې خپله بې طرفي ثابته وساتي.

د کابل د پولیسو د روزنیز مرکز مسئولینو پرفارغانو تاکید وکړ، چې په ټولنه کې دې د ښځو د حقونو خوندیتوب ته لازمې هڅې وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا مرکز په یو زرو درې سوه دوه اتیایم لمریزکال کې تاسیس شوي چې تر اوسه یي د پولیسوڅه باندې"څلور پنځوس زره" منسوبین د پولیسو مختلفو مسلکونو ته روزلي دي.

د دې مرکز مسئولینو وویل، پخوا تر دې د یاد مرکز روزنیزې چارې د بهرنیو متخصصینو له خوا پرمخ بیول کیدلې، خوله یوه کال راهیسي دغه چارې د کورنیو استادانو له خوا پرمخ ځي.

له دی کورسه ځینو فارغو شویو ازادۍ رادیو ته وویل، زده کړې یي موثرې وې:

"دا دوره چې موږ پای ته ورسوله ډیرمسلکي شیان مو په کې زده کړل او انشاءاله په خپلو ورځنیو فعالیتونو کې به یي استعمالوو."

افغان حکومت د نړېوالې ټولنې په مرسته په وروستیوڅوکلونوکې هڅه کړې چې خپل امنیتي ځواکونه په روزنیزو مرکزونو کې وروزي.

د دې مرکز چارواکي وایي، د دې کورس زده کوونکو سربیره پردې چې د پولیسو مختلف مسلکونه یي زده کړي د وسلو کارول یي هم تمرین کړي دي.

خو د پوځي چارو ځیني پوهان، افغان ځواکونو ته د مسئولیتونو سپارلو او له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په پام سره، تاکید کوي چې افغان ځواکونه لا مسلکي زده کړو ته ضرورت لري.

راپور: خان محمد "سیند"