ډیر کله تنکي ځوانان په ځانګړي ډول ماشومان چې کله جنګي فلمونه یا سيریالونه ګوري نو په ورځني ژوند کې یې هم تمثيلوي، چې د روان شناسانو په وینا باید داسې څه ونه ګوري، وډيوګیم هم همداسې دی.
فدامحمد وايي په کمپيوټر کې چې څوک جنګي لوبې کوي نو په ورځني ژوند یې هم بد اغیز پرې باسي او هماغه د وډيوګیم حرکتونه ورنه کیږي، دی د یوه ملګري کیسه کوي چې جنګي ويډيوګیمونه به یې ډیر کول همدا علت و چې په نه خبره به یې د کوټې ملګرو سره جنګ کاوه. خو د وردګو اوسیدونکي محمد نسيم وايي چې له کارونو ستړی شم نو ویډيوګیم کوم، د ده هم پخوا د فدامحمد د ملګري په څېر جنګي ويډيوګیمونه خوښېدل، خو اوس یې د ټايپينګ داسې ګیمونه خپل کمپيوټر ته ښکته کړي یا په اصطلاح انسټال کړي چې ډیر په بیړه په کمپيوټر کې یو څه لیکلی شي، هغه د چا خبره په یوه غشي یې دوه ښکاره کړي دي.
ويډیوګیم یا ويډيويي لوبې که د ستړیا پرمهال د تفریح سبب کیدلی شي نو کله کله ځينې کسان ورباندې معتاد یا روږدي کيږي هم. ايجينر نجیب الرحمن صبوري هم له هغو ځوانانو دی چې وډيوګیم یې خوښيږي، فوټبال او ځينې نورې ورزشي او روزنیزې لوبې پکې کوي.
صبوري وايي چې ویډیوګیمونه یا ویډيويي لوبې کول کوم ناسم کار ندی، خو که چېرې له دې ځان وساتل شي چې ورباندې عملي یا روږدي نه شو، دی وايي له ځینو هغو جنګي او له تاوتریخوالي ډکو وډيوګیمونو هم باید ځانونه وساتو چې په روح او روان مو منفي اغیز کوي.
ايجينرصبوري د ځینو هغو ګیمونو یا وډيويي لوبو یادونه هم کوي چې د یو شمیر خاصو کسانو لکه د سرتیرو لپاره جوړ شوي چې عام خلک یې باید ونه کړي او د ځینو نورو ګټورو ویډيوګیمونو په یادولو سره وايي چې باید داسې ګیمونه انتخاب کړو چې د ذهني پياوړتیا سبب مو وګرځي، لکه د ټايپينګ تيزولو لپاره ځینې خاص ګیمونه، ځينې هغه ګیمونه چې کیسۍ (معماوې) پکې حل کیږي او ځينې ورزشي لوبې چې د ګیمونه په ډول دي.
تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې هره شنبې او دوشنبې له ازادي راډیو خپريږي.