پاکستان او چين د سوداګری په اړه يوه موافقه لاسليک کړه

پاکستان او چين يوه موافقه لاسليک کړه چې پر اساس به يې د دوو هيوادونو ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو د پراختيا لپاره يو نوي هوايي ډګر جوړېږي او د قراقرم لويه لار پراخېږي.

دا موافقه د چهارشنبې په ورځ په بيجنګ کې د دوو هيوادونو د ولسمشرانو له کتنې وروسته لاسليک شوه.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسين له خپل چينايي ساري سره د خبرو په پيل کې وويل:

«له چين سره دوستي زموږ د بهرنۍ او امنيتي پاليسۍ تر ټولو مهمه ستنه ده.»

دا له تېر دوبي څخه، چې ممنون حسين د پاکستان ولسمشر غوره شوي، بهر ته د ده لومړني سفر دي.

له طالبانو سره د خبرو لپاره د پاکستان د حکومت مرکچي ډلې د خبرو تر پيلولو مخکې له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه وکړه.

د پاکستان د حکومت د سولې کمېټې دا غوښتنه پرون په يوه اعلاميه کې وکړه.

وروسته له دې چې طالبانو د يکشنبې په ورځ د پاکستان د ۲۳ يرغمل کړيو سرحدي ځواکونه د وژلو اعلان وکړ، د دواړو خواوو ترمنځ خبرې، چې ټاکل شوې وه د دوشنبې په ورځ وشي، لغوه شوې.

په همدې حال کې طالبانو ويلي، که د پاکستان حکومت د دوي شرطونه ومني، حاضر دي چې اوربند وکړي.
په دې اړه نور جزييات وروسته په يوه راپور کې وړاندې کېږي.