فاریاب: په نښته کې دوه پولیس، دوه ملکیان او درې وسله وال وژل شوي

چارواکي وایې، په فاریاب کې د سیمه ییزو پولیسو او وسله والو طالبانو په نښته کې دوه پولیس، دوه ملکیان او درې وسله وال وژل شوي دي.

د فاریاب امنیه قومندان توریالي عبدالیاني ازادي راډیو ته وویل، چې په پيښه کې پنځه وسله وال او څلور پولیس ټپیان شوي هم دي.

دی وایي، پيښه پرون ماښام د قیصار او المار ولسوالیو تر منځ د تیمور کوپروک په سیمه کې شوې ده.

په یوبل خبر کې د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر ازادي راډیو ته وویل، چې تیرماښام په خپل منځۍ نښته کې یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي دي.

د کونړه هم راپورونه وایې، چی تیر ماښام پر دانګام ولسوالۍ د پاکستان له خاوري پنځه ویشت توغندي توغول شوي، خو تلفات نه لري.