د ایران او د نړۍ د پیاوړیو هېواد ترمنځ نوي مذاکرات په ویانا کې پیل شول

د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړیو هېوادو د استازیو ترمنځ پرون په ویانا کې د خبرو لومړۍ ورځ وه.

دا خبرې د ایران د اټمي پروګرام د لانجې لپاره د اوږدمهاله تړون په خاطر کیږي.

چارواکي وایي، چې لومړی یوځای خبرې وشوې بیا سره بیل بیل خبروته کښیناستل. د ایران او امریکا د استازیو ترمنځ هم بیلې خبرې وشوې.

ټولو لوریو دې خبرو ته ډیره هیله نه لرله او دا خبرې ورته ګرانه ښکاریدې.

د ایران د چارواکو په وینا خبر ورکړل شو چې دوی به خپل اټمي فعالیتونه بند نه کړي او د یورانیمو له غني کولو به هم لاس وانه خلي.

لویدیځ غواړي چې؛ د ایران حساس اټمي فعالیتونه راکم شي څو تهران اټمي وسلې جوړې نه کړي.
دواړو لوریو د نومبر په څلرویشتمه موافقه کړې وه چې تهران به یو شمیر اټومي فعالیتونه کموي او په بدل کې به یې نړیواله ټولنه بندیزونه پرې اسانوي.