انتخاباتو کمیسیون ټول افغانان په انتخاباتو کې ګډون ته هڅوي

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د دولت د وسله والو مخالفینو په شمول د هر هغه افغان د ګډون هرکلۍ کوي چې د انتخاباتو په شرایطو برابر وي.

دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د یاد کمیسیون مسولینو د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د کاندید قطب الدین هلال څخه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د ملاتړ په اړه ازادي راډیو ته وکړې.

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوهان وایي، د حزب اسلامي له دې اعلان سره به دغه ډله چې د دولت وسله وال مخالفین بلل کیږي، د انتخاباتو له ګډوډولو لاس واخلي.

که څه هم د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي له وسلوال مخالفت نه لاس نه دی اخیستی خو له خپلو پلویانو یې غوښتي، د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي.

د دې اعلان په ځواب کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مسولینو د یکشنبې په ورځ له ازادی راډیو سره په خبرو کې د دولت پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې له مخالفته لاس واخلي او په انتخاباتو کې برخه واخلي.

د دې کمیسیون د دارالانشا رییس ضیاالحق امرخیل ازادي راډیو ته وویل، چې دوی ټول افغانان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ګډون ته هڅوي:

"د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون غوښتنه له دوی نه دا ده، چې را دې شي په دې سیاسي پروسه کې برخه واخلي او خپل سرنوشت په خپله وټاکي.

که هغه حزب اسلامي وي، طالبان وي او که نور ورونه وي. ترڅو موږ سرتاسري او د منلو وړ انتخابات ولرو. د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ټول افغانان هڅوي څو په دې انتخاباتو کې ګډون وکړي."


د حزب اسلامي په یوې اعلامیې کې راغلي، چې د دې ګوند اجرایه ډلې له خپلو پلویانو غوښتي، څو په راتلونکو انتخاباتو کې له قطب الدین هلال څخه ملاتړ وکړي.

تردې مخکې حزب اسلامي ویلي وه، چې د بهرنیو ځواکونو په موجودیت کې به د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې برخه وانه خلي او دا بهیر به تحریم کړي.

خو قطب الدین هلال چې ځان د حزب اسلامي غړی بولي وايي، په راتلونکو انتخاباتو کې مستقل کاندید دی.

له هلال څخه د ګلبدین حکمتیار ملاتړ د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ حزب اسلامي ته یو سیاسي ګوزار بلل کیږي، چې په انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ کوي.

د ښاغلي عبدالله لومړی مرستیال انجنیر محمد خان له همدې ډلې څخه دی.

خو د جمعه خان همدرد، وحیدالله سباوون او ځینو نورو په ګډون د حزب اسلامي یوې بلې ډلې تر اوسه خپل دريځ نه دی روښانه کړی چې له چا به ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه زبیرشفیقي له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، د انتخاباتو په اړه د ګلبدین حکمتیار وروستی دریځ د انتخاباتو له امنیت سره مرسته کولای شي:

"زما په نظر د حکمتیار له خوا د هلال ملاتړ او په انتخاباتو کې خپلو پلویانو ته د ګډون اجازه ورکول، د انتخاباتو پر بهیر مثبت تاثیر کوي.

زه فکر له دې اعلان سره به هغه ډله چې مخکې د دولت وسله وال مخالفین بلل کیدل، هغوی به د انتخاباتو په ضد له اقدامه لاس واخلي."


دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر خلکو او سیاسي کړیو ترمنځ د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د امنیت په اړه لا هم اندیښنې شته.

خو افغان حکومت په وار وار ډاډ ورکړی، چې د ۱۳۹۳ لمریزکال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات به په پوره امنیت سره ترسره شي.