د ننګرهار چارواکي وايي، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پوځي عمليات لا هم روان دي.
د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال پرون ازادۍ راډيو ته وويل چې؛ په دغو عملياتو کې چې پرون (شنبه) غرمه پيل شوي؛ ١٣ تنه وسله وال وژل شوي دي.
په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
تر دې مخکې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې هم ورته پوځي عمليات شوي وو.