"ایران دې پر کروبي، موسوي او رهنورد نظربندي پای ته ورسوي"

د بخښنې نړېوال سازمان پر ایراني چارواکو غږ کړی چې؛ د مخالفو سیاسي مشرانو، مهدي کروبي، میر حسین موسوي او د هغه د میرمني زهرا رهنورد په خپل سر بند دي سمدستي ختم کړي.

د بشري حقونو دغې ډلې دا غوښتنه د یادو ایرانيو سیاسي بندیانو په کور کې د نظربندۍ د درېیمې کلیزې په مناسب په یوې اعلامیه کې کړې ده.

اعلامیه وایي، دا کسان له کوم جرم یا محاکمې پرته بندیان دي او د بند په اړه یې کومه قانوني دعوا هم نه ده برابره شوې.

امنیسټي انټرنشنل وایي، د دغو درېیو ایرانیو مشرانو د روغتیا په اړه اندیښنه لري او دا ځکه چې دوی ټول د زیات عمر لرونکي کسان دي.

مهدي کروبي او میر حسین موسوي په ۲۰۰۹م کال کې د ایران د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې سیالیو ته ولاړ وو او هغه مهال محمود احمدي نژاد ګټونکی اعلان شوی و.

کروبي او موسوي د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ میاشتې راهیسې وروسته له هغې بندیان شول چې؛ د عربو د سپرلي په ملاتړ یې په ایران کې د پاڅون غږ وکړ.