"د سلمان رشدي پر ضد صادره شوې فتوا پر خپل حال ده"

په تهران کې د جمعې د لمانځه امام او خطیب "حجت الاسلام کاظم صادقي" وایي؛ د بریتانوي لیکوال سلمان رشدي پر ضد صادره شوې فتوا د آیت الله خمیني د ژوند «طلایي پاڼه» وه.

صادقي د خمیني د فتوا د ۲۵مې کلیزې په مناسبت وینا کوله او ویې ویل چې، د سلمان رشدي «شیطاني آیتونه» کتاب د اسلام سپکاوی و او د ایران مذهبي مشرتابه د نوموړي پر سر انعام ایښی دی.

د ایران د جمعې د لمانځه بل امام آیت الله حسین ابراهیمي هم وویل چې؛ د رشدي پر ضد فتوا په خپل حال ده. ده زیاته کړه، رشدي سخت جرم کړی او د بخښني وړ نه دی.

د سلمان رشدي پر ضد د آیت الله خمیني د فتوا په غبرګون کې بریتانیا د ۱۹۸۹ کال مارچ میاشت کې له ایران سره سیاسي اړیکې وشلول او رشدي د څو کلونو لپاره د پولیسو تر ساتنې لاندې ژوند وکړ.