کندز: په خان اباد کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کیدو په پیښه کې ۱۳تنه وژل شوي

د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کیدو په پیښه کې دیارلس تنه وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري ازادي راډیو ته وویل، چې دا موټر د یخ له امله د اوبو یوه کانال ته لویدلی دی او په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.