د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د زابل څنګه تړل شوې او کارکوونکيو يې دندې پرې ايښې دي. د دغه دفتر کارکوونکي وايي، د دغه دفتر رئيس ورڅخه ټول صلاحيتونه اخيستي او په دې سربېره په فساد هم ککړ دی، ځکه خو يې دندې پرې ايښې او تر هغو به ور نه شي، تر څو پورې چې د زابل د ټاکنو د دفتر رئيس نه وي بدل شوی.
په زابل کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دفتر کارکوونکي تورلګوي چې د دغه دفتر رئيس په اداري او اخلاقي فساد ککړ دی او له دوی څخه يې ټول صلاحيتونه هم اخيستي دي.
دوی وايي، په وار وار يې هڅه کړې ده چې خپل رئيس وپوهوي، خو وايي، هغه چې تر ډېرو هڅو وروسته هم له دوی سره لاره يو نه وړه، نو سر له ننه يې په دغه دفتر کې کار هم بند کړی دی.
دغه مامورين خبرداری ورکوي چې؛ ترهغو پورې به خپلو دندو ته ولاړ نه شي، چې يا دغه رئيس بدل شوی نه وي او يا هم دوی ته پخواني ورکړل شوي صلاحيتونه بيرته نه وي ورکول شوي.
د تړل شوي دفتر دوه تنه کارکوونکي جنت ګل او نجيب الله وايي، د دفتر ټولو کارکوونکيو په ګډه سلا وکړه او پرون يې له دفتر څخه تر راوتو وروسته قلف وراچولی دی.
دوی وايي، پرون مازديګر خپل رئيس ته د ستونزو د حلولو په موخه ورغلي، خو د دې پر ځای چې هغه ورته قناعت ورکړي، سپک سپاند يې له خپلې شعبې څخه راشړلي دي:
"تر څو پورې چې دغه هاشم درانی په دې دفتر کې وي، موږ نه ورځو. دی په اداري او اخلاقي فساد ککړ دی او له مامورينو څخه يې ټول صلاحيتونه هم اخيستي دي."
موږ ورغلو چې ستونزه ورسره حل کړو، خو موږ ته يې سپکې سپورې وويلې، ځکه خو موږ ټولو پرېکړه وکړه چې تر څو پورې يا دغه رئيس بدل شوی نه وي او يا يې زموږ غوښتنې نه وي منلې، دفتر ته نه ځو."
خو د زابل د ټاکنو د دفتر رئيس ډاکټر محمد هاشم درانی بيا د خپلو کارکوونکي دغه ادعاوې بې اساسه بولي، چې ګواکې دی په اخلاق يا اداري فساد ککړ دی.
دی وايي، درې مياشتې يې د کار وتلې دي، په دومره موده کې يې فساد و نه کړ، نو اوس به يې ولې کوي.
د دراني په خبره، که يې مامورين بېرته ورشي، نو ستونزه به ورسره حل کړي، خو دا نه وايي، چې ستونزه په کوم ځای کې ده:
"هيڅ مشکل نشته، دوی چې کومه ستونزه لري رادې شي هغه به په ګډه سره حل کړو. ما چې په دې درې مياشتو کې اخلاقي فساد نه کاوه، نو اوس به یې ولې کوم. که دوی غواړي کار وکړي، را دې شي چې هغه مشکل سره حل کړو."
په زابل کې د کارکوونکيو له خوا د خپلو رئيسانو پر ضد او د خلکو له خوا د دولتي چارواکيو پر ضد کاربنديزونه، لاريونونه او مظاهرې څه نوې خبره نه ده، بلکې په دغه ولايت کې زيات وخت داسې کېږي.
څه موده وړاندې په دغه ولايت کې د پوهنې د رئيس پر ضد خلک راپورته شوي وو، تر هغه وړاندې يې د ملي شورا د ځينو کانديدانو پر ضد شعارونه ورکول او تر هغه مخکې بيا د دغه ولايت خلکو د ولايتي ادارې د چارواکيو د لېرې کېدو غوښتنې کولې.
راپور: سيدشاه سقيم