امرخیل: کاندیدان باید په انتخاباتي کمپاینونو کې اصول په پام کې ونیسي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست له کاندیدانو غواړي چې خپل کمپاینونه په مشروع ډول مخ ته بوځي.

د دې کمیسیون چارواکو د چهارشنبې په ورځ د مدني ټولنو له یو شمېر غړو سره په یوه غونډه کې وویل، کاندیدان باید د انتخاباتو د کمیسیون له کارکوونکو څخه ناوړه ګټه وا نه خلي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا بیا وایي، که چیرې کوم کاندید له قانوني اصولو څخه سرغړونه کوي باید د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له هغوي سره قانوي چلند وکړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکړ، که کاندیدان د دوي له کارکوونکو څخه ناوړه ګټه پورته او د بریالیتوب لپاره په هغوي فشار راوړي، جدي چلند به ورسره وکړي.

د دې کمیسیون د دارلانشا مشر ضیاالحق امرخیل دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د مدني ټولنو له یو شمېرغړو سره په یوه ګډه غونډه کې وکړې.

ښاغلي امرخیل د جمهوري ریاست له کاندیدانو وغوښتل، چې خپل انتخاباتي کمپاینونه په سمه توګه پرمخ بوځي:

"غوښتنه مو دا ده چې کاندیدان باید له مشروع لارې کمپاین وکړي، مشروع په دې معنی چې خپل واقعي پیغام د افغانستان خلکو ته ورسوي، خپل پروګرامونه تشریح کړي، نه چې د انتخاباتو د کمیسیون له کارمند څخه سوې استفاده وکړي او رشوت ته زمینه برابره کړي، که دا کار کیږي څیرې به یې خلکو ته ښودل کیږي او مجازات کیږي به."

له مدني ټولنو سره دغه غونډه د انتخاباتو په برخه کې د همغږۍ،عامه پوهاوي او څارنې په مقصد جوړه شوې وه او د کمیسیون چارواکو له مدني ټولنو څخه وغوښتل چې په انتخاباتو کې خپل مسئولیت په سمه توګه ادا کړي.

د جمهوري ریاست د کاندیدانو کمپاینونه د دلوې په ۱۳ نیټه پیل شوي او د حمل تر ۱۳ نیټې به دوام کوي.

په انتخاباتي کمپاینونو کې کاندیدان خلکو ته خپل پروګرامونه د رسنیو، غونډو او نورو تبلیغاتي وسایلو په مرسته بیانوي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي هم وایي، چې د تیرو انتخاباتو په پرتله دا ځل د انتخاباتي کمپاینونو بهیر په ښه توګه په مخ ځي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا هم وایي، چې کاندیدان باید د قانون له مخې خپل کمپاین پرمخ بوځي او د سرغړونې په صورت کې یې مسئولین باید په وړاندې اقدامات وکړي.

د دې بنسټ ویاند فهیم نعیي ازادۍ راډیو ته داسې وویل:

"مهمه دا ده چې کاندیدان باید اصولو ته پام وکړي او که چیرې کومه سرغړونه کوي د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون یې باید په وړاندې جدي اقدامات وکړي، له دې سره به هم د سرغړونو مخه ونیول شي او هم به هغو کسانو ته سزا ورکول شي چې قانون ته درناوی نه کوي."

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، د تیرو انتخاباتو تجربو ته په کتو دوی دا ځل شرایط جدي کړي او کاندیدان به ونه شي کړای چې د انتخاباتو په ورځ له زور او فشار څخه کار واخلي.

خو د څیړونکو په باور د افغانستان په اوسنیو امنیتي شرایطوکې د لاسوهنو مخنیوی هغه هم په ځینو لرو پرتو سیمو کې له امکانه وتلې خبره ده.

راپور: اسدالله "لودین"- کابل