د بشري مرستو يو کاروان چې د سوريې محاصره شوي ښار حُمص ته روان و؛ د توپونو له حملې سره مخامخ شو.
په پېښه کې لږ تر لږه يو کس ټپي شوى؛ ځينې موټرونه زيانمن شوي او کاروان درېدلى دى.
د سوريې د سرې مياشتې اداره وايي؛ دغه کاروان پرون په حُمص کې راګير پاتې شويو ملکيانو ته مرستندوى مواد لېږدول چې؛ ورباندې انداختونه وشول او د لارۍ يو چلوونکى ټپي شو.
د توپونو دغو ډزو د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب هغه لنډمهاله اوربند مات کړ؛ چې تېره مياشت په جنيوا کې ورباندې موافقه شوې وه.
دا پېښه په داسې حال کې کیږي چې تر دې يوه ورځ مخکې له حُمص څخه ٨٣ ښځې؛ ماشومان او زاړه کسان وايستل شول.
دا لا څرګنده نه ده، چې د مرستو پر کاروان دغه ډزې چا کړې دي؛ خو د سوريې حکومت دا د مخالفانو او مخالفان يې د حکومت کار بولي.
په عين حال کې د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار اداره وايي خرڅي الوتکو په شمالي ښار حلب کې بېلري (بېرلي) بمونه کارولي؛ چې لږ تر لږه ٢٠ کسان يې وژلي دي. له درعا څخه هم د ورته بريدونو راپور ورکړل شوى دى.