صدیقي وايي، د انتخاباتو امنیت ته نوي او جدي تدابیر نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت وايي، د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره يي د وسله والو مخالفانو د حملو مخنیوي ته نوي او جدي تدابیر نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې؛ د امنیتي ارګانونو په کشفي راپورونه کې ویل شوي چې؛ د دولت وسله وال مخالفان په روان ژمي کې خپلو مرکزونو ته نه دي ستانه شوي او ورته امر شوی چې د انتخاباتو پروسه سبوتاژ کړي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دوي خبر دي چې د دولت وسله والو مخالفینو د راتلونکو انتخاباتو د ګډوډولو لپاره د تروریستي بریونو پلانونه جوړ کړي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل، پولیس، کشفي او استخباراتي ادارې د انتخاباتو د امنیت ساتلو لپاره نوي او جدي تدابیر لري او د دولت د وسله والو مخالفینو پلانونه به شنډ کړي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند وايي، د پولیسو د کمیت او ظرفیت له نظره دوي ستونزه نه لري، خو په کابل او نورو ښارونو کې د وسله والو د ډله ییزو او ځان وژونکو حملو په مخنیوي کې د خلکو پر وخت همکارۍ ته اړتیا لري.

افغان چارواکي وايي، د راتلونکو انتخاباتو لپاره د رايي اچولو له ۶۸۴۵ مرکزونو څخه د ۶۴۳۱ مرکزونو امنیت ټینګ دی او امنیتي ارګانونه د پاتې ۴۱۴ مرکزنو د امنیت د خوندي کولو لپاره هڅه کوي.

په کابل او ځینو سیمو کې وروستیو حملو او د دولت د وسله والو مخالفانو ګواښونو ته په پام سره د راتلونکو انتخاباتو د امنیت په باب زیاته اندیښنه موجوده ده.

صدیق صدیقي دا هم وویل، چې امینتي ځواکونو د رايي اچولو د ګڼ شمېر هغو مرکزونو امنیتي ستونزه هم حل کړې ده چې؛ د انتخاباتو پرمهال يي د امنیت په اړه اندیښنه موجوده ده.

د پوځي چارو کارپوه متقاعد جنرال عتیق الله امرخیل وايي، افغان امنیتي ارګانونه باید د عملیاتو ابتکار په خپل لاس کې واخلي او په پوره دقت سره د مهمو سیمو په ځانګړي ډول د کابل او لویو ښارونو امنیت ته نوي تدابیر او پرمختللي تکتیکونه په کار واچوي.

افغان امنیتي ارګانونه په داسې وخت کې د انتخاباتو لپاره د امنیت ډاډ ورکوي، چې د ولسمشرې د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې پیل شوي او په ارامه فضا کې په افغانستان کې د واک د سوله ییز انتقال لپاره د دې هېواد خلک سترګې په لاره دي.