په خوست کې دولتي مامورینو ته خبرداری ورکړل شوی چې؛ د جمهوري ریاست د هیڅ یوه کاندید په ګټه به له خپل رسمی موقف څخه کار نه اخلي.
د خوست والي عبدالجبار نعیمي نن ازادي راډیو ته وویل، د انتخاباتي مبارزو لپاره امنیت ټینګ شته او ټول کاندیدان په ډاډ دې ولایت ته ورتلای شي:
"هیله لرم چې هر کاندید به دلته راشي، دفتر به ولري او د انتخاباتو د قانون په چوکاټ کې به خپلې برنامې خلکو ته تشریح کړي تر څو دا ملي پروسه په ښه ډول پر مخ ولاړه شي. "
جمهورریس حامد کرزي په خپله اونیزه راډیويي وینا کې، د کاندیدانو د انتخاباتي کمپاین د پيل هرکلی کړی او په افغانستان کې یي د ثبات او ډيموکراسۍ د ودې نښه بللې ده.