حامد کرزی: کاندیدان دې په خپلو کمپاینونو کې ملي یووالي ته پام وکړي

افغان ولسمشرحامد کرزی وايي، چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو کمپاین په هېواد کې د ثبات او د ولسواکۍ د ټینګښت لپاره یو پیاوړی ګام دی.

ښاغلي کرزي په خپله اونیزه راډیويي وینا کې د دغو انتخاباتي کمپاینونو د پیل هرکلۍ وکړ.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کمپاینونه د دلوې په ۱۳ نیټه پیل شول، چې دوه میاشتې به دوام وکړي.

افغان ولسمشرحامد کرزي د جمهوري ریاست له کاندیدانو غوښتي، چې د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال په هېواد کې ملي یووالي ته پام وکړي.

ښاغلي کرزي له کاندیدانو دا غوښتنه په خپله اونیزه راډیویي وینا کې کې وکړه:

"موږ ټول هېوادوال په دې مطمین یو، چې تاسې به داسې کمپاین وکړﺉ، چې په هغه کې د افغانستان ملي وحدت لا پیاوړي شي، خوشالي مو لا زیاته شي او خلک د انتخاباتو په ورځ رایي ورکولو ته لا تشویق شي، ترڅو د افغانستان ولس تاسې ته د رایې ورکولو له لارې، دا خاوره لا ډير پیاوړي ثبات او انشاه الله اینده ترقۍ او بسیا ته ورسوي."

دغه غوښتنه په داسې حال کې مطرح کیږي، چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کمپاینونه د یکشنبې له ورځې پیل شول، چې دوه میاشتې به دوام وکړي.

ښاغلي کرزي په خپله اونیزه راډیويي وینا کې د دغو کمپاینونو له پیلدو هرکلی وکړ او ويي ویل، چې باید د نظراختلاف په شخصي مخالفت بدل نه شي:

"د ولسواکۍ اصل دا دی، چې په نظریاتو او رایو کې ضرور فرق او اختلاف وي، یو به یوه ته رایه ورکوي او بل به بل ته رایه ورکوي، موږ به خپله وروري او یووالی ټينګ ساتو."

د افغانستان د ولسمشرۍ په را روانو انتخاباتو کې یوولسو تنو ځانونه کاندید کړي.

په هېواد کې د امنیت ټینګښت، د سولې خبرې، له فساد سره مبارزه، د میرمنو د حقونو خوندي کول، د دغو نوماندانو له مهمو تګ لارو څخه شمېرل کیږي، خو دا چې تر کومه حده به دغه کاندیدان په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې انتخاباتي اصول په پام کې وساتي دا به راتلونکی وخت څرګند کړي.