د کار او ټولنیزو چارو وزارت د حرفوي زده کړو په برخو کې دولسو داخلي او خارجي موسسو ته د فعالیت جوازونه ورکړل.
د دغه وزارت مرستیال د سې شنبې په ورځ په دې اړه غونډه کې وویل، دغه موسسې باید په خپلو کارونو کې کېفیت ته ډیر پام وکړي.
په ورته وخت کې د دغو موسسو ځیني استازو ژمنه وکړه، چې ځوانان به د بازار د غوښتنو سره سم په فني او حرفوي برخو کې وروزي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د دغو دولسو موسسو د کارله پیل سره به هغه ځوانانو ته چې له بې کاري نه مایوسه دي د بوختیا زمینې برابرې شي.
دا دولس موسسې چې د سې شنبې په ورځ یي د فعالیت جوازونه تر لاسه کړل، په بېلا بېلو حرفوي او فني برخو کې ځوانان په لوړ معیار وروزي.
د کار او ټولیزو چارو وزارت مرستیال حسام الدین همراه د جوازونو د ویش په غونډه کې خبریالانو ته وویل، په دغو موسسو کې د یو شمېر هغو وسله والو مخالفانو په ګډون چې د سولې له پروسې سره یو ځای کېږي سلګونه ځوانان به حرفوي زده کړې کوي:
"موږ په زیاته کچه هغه ناراضي وروڼه ته چې وسله یې په ځمکه ایښي او د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي په د دغو حرفوي مرکزونو له لارې فن او حرفه ور زده کړي، بې کاره او کم سواده خلکو ته او زموږ هغه وروڼو او خویندې چې د لوړو زده کړو زمینه ورته نه ده مساعده شوې دلته زده کړې کوي."
ښاغلي همراه وویل، ځوانان به په دې مرکزونو کې د کمپیوټر، نلدوانۍ، ترکاڼۍ، خیاطۍ او برق په برخو کې عملي زده کړې وکړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال په ټول هېواد کې د حرفوي او فني زده کړو نهه دیرش مرکزونه فعالیت لري.
د دې وزارت د چارواکو په خبره تراوسه د دوه لکو څخه زیات کسان د بازار له اړتیا سره سم د دغو مرکزونو له مختلفو برخو څخه فارغ شوي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال د دغو موسسو څخه چې نوی په کارپیل کوي وغوښتل، څو د حرفوي زده کړو کېفیت ته ډیر پام وکړي.
په همدې حال کې د دغو موسسو استازو هم د ځینو موسسو کارونه بې کېفیته وګڼل او ټینګار یې وکړ چې دې مسالې ته به جدي پام کوي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د دغو مرکزو په فعالیدو سره ځوانانو ته کار پیداکېږي او هغوي د وسله والو مخالفینو لیکو ته د تګ لپاره زړه نه ښه کوي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په داسې وخت کې د حرفوي او فني زده کړو د مرکزونو د زیاتیدو خبره کوي چې دا مهال شاوخوا اته لکه کسان چې ډیر شمېر یي ځوانان دي په افغانستان کې د کار له نشتوالي شکایت کوي.
څیړونکي وایي، نه یوازې دا چې د بیکارۍ له امله خلکو ته اقتصادي ستونزې پیدا کېږي بلکې ډیر شمېر ځوانان دې ته اړ باسي چې یا له وسله والو مخالفانو سره یوځای شي او یا هم نشه یې توکېو او داسې نورو ناسمو کارونه ته مخه کړي.