د تونس د کورنیو چارو وزیر وایي، هغه کس ووژل شو چې د دې هېواد د یوه کیڼ اړخه سیاستوال په وژنه کې یې لاس درلود.
لطفي بن جدو یوې خبرې غونډې ته وویل، چې د هغو اوو تنو په منځ کې چې مرکز ته نژدې پرون له پولیسو سره د شخړې پر مهال ووژل شول، څلور تنه پیژندل شوې دي او په دوی کې یو هم کمال قضقاضي دی چې د شکري بلعید په وژنه کې یې لاس درلود.
شکري بلعید د دوه زره دیارلسم کال د فبروري په میاشت کې د خپل کور مخې ته یوه موټرسایکل سپاره وویشت.
د تونس د کورنیو چارو وزیروویل چې په پرونۍ پیښه کې دوه نور وژل شوي کسان هم هغه دي چې تیرکال یې په پوځیانو باندې په برید کې لاس درلود.
د تونس پولیسو د دوشنبې په ورځ یو کور ټوله ورځ محاصره کړی و چې بیا په ډزو کې یو پولیس هم ووژل شو.