په جوزجان ولایت کې دوه زره څاروي د سړې هوا له امله وژل شوي دي

راپورونه وايي چې، د زیاتې واورې ورښت او سړې هوا په جوزجان ولایت کې د دوو زرو په شا او خوا کې څاروي وژلي دي.

په دې اړه د جوزجان د بیلابیلو ولسوالیو یو شمېر مالدران د دوشنبې په ورځ په دې ولایت کې د کوچیانو ریاست ته ورغلي وو او له هغوی یې د مرستې غوښتنه کوله.

خو د دې ولایت چارواکي وايي چې؛ د مالدارانو د ستونزو د هواري لپاره هیڅ ډول امکانات نه لري.

د یادونې وړ ده چې، د واورو وروستي ورښت په بلخ، فراه او نورو ولایتونو کې هم خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.