د سوریې حکومتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ په حلب ښار باندې هوايي بمبار کړی دی چې اتلس کسان یې وژلي دي.
د دوشنبې د ورځې غورځول شوې بمونه بیا هم بېرلي بمونه (بوشکه يي بمونه) وو چې؛ له هلیکوپټرو غورځول شوې دي.
په دې بمونه کې داسې بېرلونه یا اوسپنیزې بوشکې کارول کېږي چې؛ له چاودیدونکو موادو او فلزي ټوټو ډک شوې وي.
له دا ډول بمونو څخه بیا بیا په حلب کې کار اخیستل شوی؛ چیرې چې لا هم د ښار ډېره برخه د یاغیانو په لاس کې ده.
د سوریې د بشري حقونو د څارنې اداره چې؛ مرکز یې په لندن کې دی؛ وايي، د دوشنبې د ورځې بمبارۍ کې د حلب ښار د هنانو، قادي عسکر او مواصلات په نومونو سیمې په نښه شوې وې.
د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمن وايي؛ د دې ښار اوسېدونکي د بېرلي بمونو د برېدونو له زیاتېدو وروسته په تېښته دي.
ویل کیږي چې، په وروستیو اوونیو کې د دا ډول بمباریو په ترڅ کې په حلب کې چې د سوریې لوی ښار دی؛ ګڼ شمېر خلک وژل شوي دي.