د اوکرایین جمهور رییس ویکتور یانوکوویچ به نن تر لنډې رخصتۍ وروسته چې د ورپيښې شوې ناروغۍ په خاطر یې اخیستې وه؛ بطرته خپل کار ته ستون شي.
یانوکوویچ د پنج شنبې په ورځ رخصت اخیستی و او دفتر یې ویل چې، تنفسي ستونزې لري، خو اپوزیسیون داسې شک کوي چې؛ یانکوویچ به دا کار ځکه کړی وي چې د اضطراري حالت د اعلان لپاره تیاري ونیسي.
په اوکرایین کې تقریباً د نومبر د میاشتې له پيله راهیسې هره ورځ مظاهرې کیږي. پرون هم په کییف او د اوکرایین په نورو ښارو کې پراخ لاریونونه وشول او خلکو د یانوکوویچ د استعفی غوښتنه کوله.
چارواکو د یک شنبې په ورځ د اپوزیسیون یوه عمده فعال ته اجازه ورکړه؛ چې د هغو زخمونو د درملنې لپاره لیتوانیا ته ولاړ شيې چې؛ وايي، تر تښتول کېدو وروسته ورته رسیدلي دي.
دیمیترو بولاتوف د لیتوانیا مرکز ته له رسېدو سره سم روغتون ته ولیږدول شو.
د اوکرایین د بهرنیو چارو پخواني وزیر پيټرو پیروشینکو پرون په کییف کې خبریالانوته وویل: "فکر کوم چې موږ د هغه ژوند ژغورلی . زه فکر کوم چې د هغه ژوند له سخت خطر سره مخامخ و."