اروپايي ټولنه او امريکا اوکراين ته د پراخو مالي مرستو پر يوه پلان کار کوي

د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې کاټرين اشټن پرون وويل؛ اروپايي ټولنه او امريکا اوکراين ته د پراخو مالي مرستو پر يوه پلان کار کوي.

اشټن والسټريټ ژورنال ورځپاڼې ته ويلي؛ د دې مرستو هدف به د انتقالي مرحلې پر مهال د اوکراين لاسنيوى وي. په دې شرط چې د راروان کال د جمهوري رياست د انتخاباتو په درشل کې موقت حکومت په دې هېواد کې سياسي او اقتصادي اصلاحات ومني.

هغې ويلي، د دغو مالي مرسته اندازه به کمه نه وي او دې ته هم اړتيا نه لري، چې اوکراين د هغو لپاره د پيسو له نړيوال صندوق سره کومه اوږدمهالې موافقه نهايي کړي.

اشټن تېره اوونۍ اوکراين ته تللې وه؛ چې د حکومت او اپوزيسيون ترمنځ ډيالوګ ته زمينه برابره کړي.