د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې د جمهوري ریاست د را روانو انتخاباتو یو شمېر کاندیدان د ځان او خپلو مرستیالانو د امنیت په اړه اندیښنه لري.
د دې کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني د شنبې په ورځ د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو د کاندیدانو او امنیتي چارواکو په دریمه غونډه کې وویل، چې له امنیتي پلوه باید د کاندیدانو اندیښنې تر یوه حده لري شي.
امنیتي چارواکي امنیتي ستونزې مني، خو وایي چې دوي په دې برخه کې جدي تدابیر هم نیولي دي.
په داسې حال کې چې د یکشنبې له ورځې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې پیلیږي د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې نا امنۍ لا هم د کاندیدانو پر وړاندې اساسي ستونزه او اندیښنه ده.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني د شنبې په ورځ په کابل کې د جمهوري ریاست د را روانو انتخاباتو د کاندیدانو او امنیتي چارواکو په دریمه غوڼده کې وویل، چې امنیتي چارواکي باید د کاندیدانو اندیښنو ته ځواب ووایي:
"د محترمو کاندیدانو اندیښنې د دوي او د هغوي د مرستیالانو د شخصي امنیت په اړه مطرح شوي.
دغه راز د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو د امنیت ساتلو مساله هم د اندیښنې وړ ده.
کاندید صاحبان هم په دې اړه ډیره اندیښنه لري او امنیتي ستونزو د ټولو خلکو ذهنونه هم مغشوش کړي".
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي وایي چې، د جمهوري ریاست د را روانو انتخاباتو د کاندیدانو او امنیتي چارواکو سره دا د دوی دریمه غونډه ده چې ترسره کیږي.
په دې غونډه کې د دفاع او کورنیو چارو وزیران، د ملي امنیت سرپرست، د جمهوري ریاست د را روانو انتخاباتو ګڼ شمېر کاندیدانو او د هغوي مرستیالانو او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یو شمېر چارواکو ګډون کړي وو.
تردې وړاندې هم یو شمېر کاندیدانو ویلي وو، چې دوي د انتخاباتي مبارزو پر مهال د ځان او د خپلو مرستیالانو د امنیت په اړه ډیر اندیښمن دي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیرعمرداوودزي دا ومنله چې امنیتي ګواښونه ډیر دي خو ویې ویل چې امنیتي ارګانونه هلې ځلې کوي چې د کاندیدانو او انتخاباتي مرکزونو امنیت ټینګ کړي:
"ګواښونه د افغانستان د ټولو خلکو لپاره شته، موږ دقیق او جدي تدابیر لرو او د خپل توان ترحده به د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې وکړو.
موږ هیله لرو چې د کاندیدانو او د هغوي د ټیمونو او عامو خلکو په همکارۍ کومه جدي پیښه او ستونزه رامنځ ته نه شي".
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د یکشنبې له ورځې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه پیلیږي.
کاندیدان به د دوو میاشتو په اوږدو کې د خپلو انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې پر کابل سربیره په بېلابېلو ولایتونو کې هم غونډې جوړې کړي.
امنیتي چارواکو له مخکې نه ویلي چې؛ د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو د کاندیدانو لپاره یې د انتخاباتي مبارزو پر مهال ځانګړي تدابیر نیولي دي.
راپور: نسیم شفق