د ناټو مشران وايي افغان پولیس او پوځ نورو روزنو ته اړتیا لري

د ناټو مشرانو پرون د مونشن امنيتي کنفرانس په څنډه کې وويل؛ د افغان پوليس او پوځ نورو روزنو ته اړتيا لري؛ چې وکړاى شي د خپل هېواد امن خپله ټينګ کړي.

دا د دې مسالې اهميت زياتوي، څو نوى امنيتي تړون لاسليک شي، چې تر ٢٠١٤م کال وروسته هم ځينې نړيوال سرتېري په افغانستان کې پاتې شي.

د مونشن د امنيتي کنفرانس په څنډه کې په اروپا کې د ناټو امريکايي قوماندان جنرال فيليپ بريدلف وويل؛ که څه هم د افغانستان قواوو په تېر کال کې له ځانه ښه وړتيا ښوولې؛ خو نورو روزنو ته هم اړتيا لري.

ولسمشر کرزي له امريکا سره د امنيتي تړون له لاسليک څخه ډډه کړې ده.

د دې تړون پر اساس دې ته زمينه برابرېږي چې؛ ١٠زره امريکايي او شپږزره د نورو هېوادونو سرتېري په افغانستان کې پاتې شي. دغه ځواکونه به د افغان پوځيانو په روزنه کې مرسته کوي.