په هرات ولایت کې د ډاکټر عبداله عبداله د کمپاین دوه کارکوونکو ووژل شول

وسلوالو کسانو تېره شپه په هرات کې د جمهوري رياست د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاين دوه کارکوونکي په ډزو ووژل.

د ښاغلي عبدالله وياند فاضل سنچارکي وويل؛ چې وسله والو کسان د هرات لپاره د دوى د کمپاين مسوول داکټر همدرد او د هغه بل ملګرى وژلي دي.

د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي هم دغه پېښه تاييد کړې ده او وايي، په پېښه کې ډاکټر احمد همدرد او شجاع الدين وژل شوي دي.

سنچارکي وويل چې، همدرد د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو کې هم د ډاکټر عبدالله د انتخاباتي کمپاين مسوول و.