په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخاباتو کمپاینونه رسماً پیل شول

د ولسمشرۍ انتخاباتو کمپاينونه رسماً پيل شول، چې يوولس کسان ورته کانديدان دي. دغه کمپاينونه به دوې مياشتې دوام کوي.

د جمهوري رياست د انتخاباتو لپاره د کانديدانو د انتخاباتي مبارزو له پيل سره د انتخاباتي شکايت اورېدنې کميسيون دغو کانديدانو ته خبردارى ورکړ.

د دې کميسيون وياند نادر محسني له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل چې کاندیدان دې د انتخاباتو له اصولو سرغونه نه کوي:

”کانديدان دې هڅه نه کوي، چې د انتخاباتو د فضا په کړکېچن کولو او د انتخاباتو له قانون او اصولو په سرغړونې سره ناسالمه فضا ايجاد کړي. په دې صورت کې د انتخاباتي شکايت اورېدنې کميسيون له سرغړوونکو سره جدي چلند کوي“

ښاغلي محسني وويل، د انتخاباتي مبارزو پر مهال د انتخاباتي سرغړونو د څېړلو لپاره پوره تياري لري.